د پوهنتون د رئیس پیغام

ګرانو محصلانو! تر هر څه دمخه تاسی ته د خپلو زده کړو لپاره د سلام پوهنتون په انتخابولو مبارکی وایم، او د الله تعالی څخه درته دعاء کوم چی په خپلو اهدافو او موخو کی مو کامیاب کړي.

لکه چی تاسی خبر یاست چی سلام پوهنتون د هیواد په خصوصي سکتور کی د فعالیت درلودونکو ډیرو پوهنتونو څخه متفاوت دی، دا په حقیقت کی په تجارتي تصور نه دی رامنځ ته شوی، بلکه ددی تر شا هماغه تصور دی چی د نړۍ د ډیرو لویو خصوصي پوهنتونونو تر شا دی چی ددی څخه په لاس راغلی مالی موارد به د هیڅ چا شخصی حساب ته نه ځي، بلکه دا به د همدی پوهنتون په پرمختګ او انکشاف باندی مصرفیږي، د همدی امله سلام پوهنتون خپل ټول موارد بیرته د هغه په انکشاف او پرمختګ مصرفیږي.

سلام پوهنتون چی د خپل عمر په دی لنډ پړاو کی یې د خپل ملت د ډیرو وګړو، محصلانو، محصلاتو او د هغوي د کورنیو اعتماد تر لاسه کړی لامل یې دا دی چی دا پوهنتون د محصل د شخصیت سازی هدف په مخ کی لري، او غواړي چی هغه ځوانان؛ ذکور او اناث چی سلام پوهنتون ته مراجعه کوي په متوازن او هر اړخیز ډول د هغوي شخصت سازی وکړي.

د سلام پوهنتون اداره په دی باور ده چی هغه ځوانان زموږ د هیواد او ملت د پرمختګ او په پښو د دریدلو لامل ګرځیدلی شي چی په اسلامي اخلاقو او آدابو سنبال، د خپل هیواد او ملت سره مینه درلودنکي او په خپل تخصص او رشته کی غښتلی او متمیز وي، د بحث او ریسرچ توانایی ولري، نو له همدی امله سلام پوهنتون خپل ټولو پروګرامونه د همداسی یو شخصیت د تیارولو لپاره عیار کړي دي، او همیشه ددی کوښښ کوي چی د بیلا بیلو پروګرامونو له لاری دی هدف ته نږدی شي.

ددی ترڅنګ موږ په دی یقین لرو چی په هر کار کی کامیابی هغه وخت ترلاسه کیدلی شي چی انسان هغه کار په پوره اتقان او ښه کیفیت سره تر سره کړي، او همدا زموږ د دین لارښوونه هم ده، په دی اړه زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی:"إنَّ الله كَتَبَ الإحْسَانَ على كلِّ شيءٍ..." الله تعالی هر کار په اعلی کیفیت سره سرته رسول واجب کړي دي. له همدی امله د سلام پوهنتون اداره دا هوډ لري چی د تعلیم کیفیت په ټولو هغه علمی پروګرامونو کی لوړ وساتي چی کوم پروګرامونه په لاره اچول غواړي.

ګرانو محصلانو او محصلاتو! د سلام پوهنتون اداره د پخوا په څیر تل ستاسی په خدمت کی ده، هیڅکله هم د اداری سره د خپلو مشکلاتو د شریکولو په اړه د نا آرامۍ احساس مه کوئ، خو ددی خیال وساتئ چی خپل ټول تحصیلي ژوند د لوائحو او قوانینو سره په مطابقت کی تیر کړئ، ځکه د لوائحو او قوانینو مخالفت تاسی د مشکل سره مخامخ کولی شي چی بیا په دی اړه مرسته د پوهنتون د اداری له توان څخه هم بیرون وي.

د پوهنتون د تفصیلی معرفي، او په بیلا بیلو پوهنځیو کی د بیلا بیلو علمي پروګرامونو معرفی چی ستاسی په لاس کی ده دا په دقت سره لوستل او له دی څخه ځان خبرول تاسی لپاره ډیری هغه ګوښی روښانه کوي چی شاید ستاسی د نظر څخه غائبی وي، همدا راز د هر مضمون په اړه ستاسی تصور روښانه کوي چی دا مضمون ولی په دی پروګرام کی ایښودل شوی دی، او حیثیت یې څه دی؟

د الله تعالی څخه یو ځل بیا دعاء کوم چی زموږ ځوانانو او محصلانو ته همت ورکړي چی د تحصیل او زده کړی په میدان کی له هر چا مخکی وي، او هغه توقعات چی ملت او د هغوي کورنې یې تری لري سرته ورسوي، او په دی توګه دا هیواد په خپلو پښو و دروي، او دا ملت د نړۍ د پرمخ تللو ملتونو په قطار کی ودرولی شي، و ما ذلک علی الله بعزیز.

دکتور مصباح الله عبدالباقی 

د سلام پوهنتون رئیس